tgoop.com/pashto/2725
Last Update:
پينځۀ يې ګانې
" ے " پرته /مجهوله واحد مذکر لپاره پکارؤلے شي.
سړے ، زمرے ، مسکے ، پردے ، سپے ، نولے ، منګے ، بالټے ، لرګے ، ګا ډے ، لختے ، تبرګے ، ګوډاګے ، کټکے ، بيلورے ، لېونے ، کالے ، کوترے ، چينجے ، سپرلے ، اسوېلے ، ټکے ، سندرغاړے ، چېلے ،،،،
دا سړے څوک دے ؟
___________
" ي" معروفه: جمع مذکر لپاره پکارؤلے شي.
سړي ، زمري ، مُسکي ، پردي ، سپي ، نولي ، منګي ، بالټي ، لرګي ، ګا ډي ، لختي ، تبرګي ، ګوډاګي ، کټکي ، بيلوري ، لېوني ، کالي، کوتري ، چينجي ، سپرلي ، اسويلي ، ټکي ، سندرغاړي ، ،،،،
پۀ امرودو کښې چينجي دي .
( مونږ له دا ي پۀ ی بدلؤل پکار دی )
_________
" ې " مخصوصه : جمع مؤنث دپاره پکارؤلے شي .
سترګې ، چرګې ، ښځې ، مېښې ، مږې ، بېرې ، کوڅې ، شپې ، اوږدې ، لمبې ، تمبې ، جامې ، ترلې ،
ونې ، پاڼې ، پښې ، ګوتې ، کوټې ، فېصلې ، غنې ، وينې ، پوزې ، بېرې ، ګډې ، خښتې ، بيزې ، ژرندې ، جرندې ، ،،،
د ژمي شپې اوږدې وي .
يادګيرنه : واحد مونث لپاره اخر کښې " ه" پکارؤلے شي .
_________
" ۍ " تانيثه/ ښځينه : د مؤنث لپاره پکارؤلے شي .
سپۍ ، چېلۍ ، لکۍ ، څپلۍ ، جينۍ ، پردۍ ، مېږۍ ، کړکۍ ، څمڅۍ ، چرمښکۍ ، المارۍ ، نولۍ ، بلۍ ، زمرۍ ، هوسۍ ، لېونۍ ، مرغۍ ، شمشتۍ ، ټوپۍ ، اګۍ ، کرسۍ ، شپوږمۍ
په بلۍ باندې مرغۍ ناسته ده.
_________
" ئ " امريه/ حکميه : چې د څۀ کار کولو حکم / تاکيد شوے وي په اخر کښې "ئ" پکارؤلے شي.
وليکئ ، راشئ ، ځئ ، وکړئ ، وخورئ ، وڅښئ ، تښتئ ، کښېنئ ، پاڅئ ، واخلئ ، لاړشئ ، راځئ ، څملئ ، ووځئ ، ولګؤئ ، سم شئ ، اودۀ شئ، مۀ کوئ ،
راشئ دوډۍ وخورئ او بيا اودۀ شئ.
به طور مختصر
BY آموزش زبان پشتو
Share with your friend now:
tgoop.com/pashto/2725